Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د متحده عربي اماراتو او البانیا مشرانو دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړې

    اپریل 21, 2026

    د متحده عربي اماراتو او انګلستان د بهرنیو چارو وزیران سیمه ییز تاوتریخوالی بیاکتنه کوي

    اپریل 20, 2026

    اتحاد د شپږو نویو لارو سره د افریقا شبکه پراخه کړه

    اپریل 18, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Da HawwaDa Hawwa
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Da HawwaDa Hawwa
    کورپاڼه » د GIP له خوا د ASEAN څپرکي په لاره اچول، پخپله 5مه عمومي غونډه کې د 2026 کال لپاره لرلید او نوی WG
    PR Newswire

    د GIP له خوا د ASEAN څپرکي په لاره اچول، پخپله 5مه عمومي غونډه کې د 2026 کال لپاره لرلید او نوی WG

    سپتمبر 8, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    بجېنګ، سپټېمبر 8، 2023 /PRNewswire/ — د کمربند او سړک لپاره د پانګونې د عمومي اساساتو (GIP) 5مه عمومي غونډه په بریالتوب سره په بجېنګ کې ترسره شوه. له آسیا، اروپا، بریتانیا، او افریقا څخه د 50 غړو انستیتیوتونو تر 100 ډېرو استازو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

    په باثباته مالي چارو کې د نړیوالو تمایلاتو د منعکس کولو لپاره، GIP په خپله منځمهاله ستراتیژۍ کې بدلون راولي او د 2026/2030 لپاره یې خپل لرلید اعلان کړی دی چې د “لېږد” زینې معرفي کوي. دغه نوی شوی لرلید همدارنګه د خطر د ارزونې، بندولو، او زرغونې پانګونې اړوند اهداف او توقعات رامنځ ته کوي.

    لکه څنګه چې په لرلید کې څرګنده شوه، GIP کوښښ کوي د BRI په اوږدو کې مشارکت ته پراختیا ورکړي، او موخه یې په مرکزي آسیا، افریقا، جنوب غربي آسیا کې د زرغونې پانګونې پراختیا ده. په درېیم ساحوي دفتر کې، د GIP له خوا ASEAN څپرکی اعلان شو او د ښاغلي ډاکټر ماري پنګېسټو له خوا چې د نړيوال بانک پخوانی MD دی، او رینو دونوسیپویټرو (ډاني)، چې د ASEAN مرستیال مشر دی او په ستندرد چارټر بانک کې د اندونزیا د مشر کمېشنر له خوا رهبري کېږي.

    ماري په ASEAN څپرکي کې چې د پاليسۍ جوړوونکو، FIs او کمپنیو ترمنځ د نظریاتو او تجربو د تبادلې پلټفارم دی، ښه راغلاست وايي. د څپرکي په لومړیتوبونو کې به د منصفانه او ارزانه انرژۍ د لېږد په موخه د لېږد د مالي چارو تامین شاملېږي.

    ډاني هیله څرګنده کړه چې دغه څپرکی به وکولای شي د کمپنیو، پانګوونکو او حکومتونو لپاره د “لوی نښلوونکي” په توګه کار وکړي، د تبات په هکله به پوهه خپره کړي، او د زرغونې پانګې جریان ته به ګړندیتوب ورکړي.

    د لرلید د تطبیق او د ظرفیت د لوړلو په موخه، د لېږد مالي چارو د تامینی لپاره نوی کاري ګروپ چې د BOC او DBS له خوا رهبري کېږي، په غونډه کې اعلان شو. د WG موخه دا ده ترڅو له غړو او پېرودونکو سره مرسته وکړي چې د لېږد د پلانونو په طراحۍ او ډیزان او د محصولاتو په ابتکار سره د ټیټې کچې کاربن لرونکی لېږد رامنځ ته کړي. د GIP غړو د کمېټې په بحث کې په دې اړه پیاوړې علاقه څرګنده کړه. جورج وانګ، د DBS لوړپوړ مرستیا مشر وویل،”لېږد زموږ د راتلونکې سوداګرۍ تر ټولو مهمه برخه ده”.

    ډاکټر ما جون، د GIP مرستیال مشر او د چين د زرغونې مالي کمېټې مشر په باثباته مالي چارو کې مهمو نړيوالو تمایلاتو ته اشاره وکړه، چې په دې کې د G20 د لېږد د تمول چوکاټ، د ISSB معیارونه، او طبیعت او زیستي تنوع ته د پانګه اچوونکو مخ پر وده پاملرنه شاملېږي. ما وول، ” GIP به دغه تمایلات د خپل WG او څپرکو له لارې د ظرفیت لوړونې له هڅو سره مدغم کړي”.

    د GIP مرستیال رییس او د لند ښار پخواني ښاروال ښاغلي وېلیام روسېل، د خالص – صفر د ترلاسه کولو په برخه کې د EM’s د لېږد د اهمیت په هکله خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې ظرفیت د لېږد لپاره ډېر اړین دی. ښاغلي روسېل وویل، ” GIP دا په ګوته کوي چې په EMDEs کې د ظرفیت لوړول څه ډول رامنځ ته شوي دي”.

    جېن ژونګشیا، د PBOC د نړیوالې څانګې مشر، د GIP د هغه رول په اړه څرګندونې وکړي چې د عمل لپاره یې د نړيوال پلټ فارم په توګه لوبولی دی. نوموړی تمه څرګنده کړه چې GIP به په دریو برخو کې کار وکړي، چې په دې د زرغونو کړنو ملاتړ، د لېږد تسهیل، او د ظرفیت لوړول شاملېږي.

    په بجېنګ کې د بریتانیا د سفارت د HM د سوداګرۍ مرستیال کمېشنر ښاغلي راهول اهلووالیا د هغو مهمو اقداماتو په اړه یادونه وکړه چې د اقليمي بدلون او د چین – بریتاینیا ترمنځ د باثباته مالی چارو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د چین له خوا ترسره شوي دي.

    د کمربند او سړک پروژو په اوږدو کې د زرغونو کړنو د څرګندولو او د GIP د اصولو د تطبیق په موخه د GIP د دوسیو کتاب په لاره واچول شو.

    د غړو له خوا د GIP اصولو تطبیق او د محصولاتو تنوع په رسمیت پېژندلو سره، سکرتریت د 2023 کال د GIP د جایزو ګټونکي اعلان کړل.

    اړيکه

    sec_gip@gipbr.net

    مربوطه لیکنې

    د DOJ د Vasudha پروړاندې ټول تورونه لغوه شول

    اپریل 17, 2026

    CBD ګوانګجو 2026 به د جولای په میاشت کې د ګلوبل بلډنګ ډيکوريشن او سمارټ کور د پرمختګ ننداره وکړي

    اپریل 14, 2026

    د طبي انځورګرۍ اصلي برخود محدوديت ماتول: VITAL MedTech د CMEF 2026 کې له موادو تر طبي سیسټمونو پوري خپل بشپړ یوځای شوی تولیدي بهیر حل وړاندې کړ

    اپریل 14, 2026
    تازه ترین خبرونه

    د متحده عربي اماراتو او البانیا مشرانو دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړې

    اپریل 21, 2026

    ابو ظهبي: د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان د دوشنبې…

    د متحده عربي اماراتو او انګلستان د بهرنیو چارو وزیران سیمه ییز تاوتریخوالی بیاکتنه کوي

    اپریل 20, 2026

    اتحاد د شپږو نویو لارو سره د افریقا شبکه پراخه کړه

    اپریل 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو اقتصاد د ۲۰۲۶ کال د قوي معلوماتو له مخې نړیوال وده غځوي

    اپریل 18, 2026

    د مالیزیا حلال صادرات ۱۰.۹٪ زیات شوي او ۶۸.۵۲ ملیارد رینګ ټرم ته رسیدلي دي

    اپریل 17, 2026

    رایډ فلوکس د سویلي کوریا لومړی تادیه شوی بار وړلو جواز وګاټه

    اپریل 16, 2026

    د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د اروپايي ټولنې شورا مشر د سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړې

    اپریل 15, 2026

    د جنوبي کوریا د موټرو صادرات د مارچ په میاشت کې د هایبرډ غوښتنې سره سم لوړ شوي دي

    اپریل 15, 2026
    © 2023 Da Hawwa | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.